د اروپایي ټولنې د سمندري امنیت اداره بېړیو ته خبرداری ورکوي چې د یمن ساحلي اوبو ته له ننوتلو ډډه وکړي، ځکه چې د ایران ملاتړي حوثیان ښایي بیا پر سوداګریزو بېړیو بریدونه پیل کړي، په ځانګړې توګه په سره سمندر او د عدن خلیج کې.
دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې حوثيانو د شنبې په ورځ پر اسرائیل توغندي توغولي او ګواښ یې کړی چې خپلو نورو بریدونو ته به هم دوام ورکړي.
حوثیان، چې په شمال لوېدیځ یمن کې نفوذ لري، تر دې دمه خپله تر ټولو قوي وسله - د باب المندب د سمندري لارې د ګډوډولو توان لرونکې – نه ده کارولې، چې سور سمندر له نړیوالو سوداګریزو سمندري لارو سره نښلوي.
د اروپایي اتحادیې د سمندري ځواکونو سپایډ په نامه ماموریت زیاتوي، هغه سوداګریزې کښتۍ چې له امریکا یا اسرائیل سره تړاو لري، باید د یمن اوبو ته تر هغه وخته له ننوتلو ډډه وکړي چې "د ګواښ جدیت کم شوی نه وي".
د شنبې ورځې د خپاره شوي راپور له مخې، له اسرائیلي ګټو سره تړلي بېړۍ لپاره د ګواښ کچه لوړه بلل شوې ده. د هغو بېړیو لپاره چې "له اسرائیل یا امریکا سره تړاو نه لري" د ګواښ کچه منځنۍ ده.
د یادولو ده چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې په سره سمندر کې پر بېړیو بریدونه پیل کړي، ویلې یې چې دوی له فلسطینیانو سره د همغږۍ په موخه دا کار کوي.
وطن Watan
جالبې پېښې او خوندور معلومات
1. کابل باران
2. بدخشان باران
3. تخار باران
4. کندوز باران
5. بلخ باران
6. سمنگان باران
7. پنجشیر باران او واوره
8. پروان باران
9. کاپیسا باران
10. میدان وردګ باران
11. نورستان باران او واوره
12. کونړ باران
13. لغمان باران
14. ننگرهار باران
15. لوگر باران
16. پکتیا باران
17. خوست باران
18. پکتیکا باران
19. غزنی واوره او باران
#یادونه: په ځینو ولایتونو کې باران ترڅنګ د واوري اټکل هم شوی.
: دا اورښتونه سراسري او دوامداره دي، ممکن د پورته ولايتونو په ځينو سيمو او ولسواليو کې واورېږي.
والله اعلم
د ډهلې بمې برید او پاکستان ته یې پایلې
تېره شپه، په ۶:۵۲ بجو، د هند په پلازمېنې دهلي کې د سره چاوڼۍ سره نژدې بمي چاودنه وشوه. په همدې ورځ د دهلي پولیسو په فرید آباد سیمه کې ۳۶۰ کیلوګرامه امونیم نایټریټ او ۲۵۰۰ کیلوګرامه نور هغه کیمیاوي مواد ونیول چې عموماً په بمونو کې کارول کېږي. هند وایي چې دا د یوې لویې چاودنې لپاره پلان شوی مواد وو او پولیسو یې خنثی کړل.
د نیول شويو موادو په تړاو یو ډاکټر هم ونیول شو؛ وایي چې هغه د کشمیر اوسېدونکی دی او د «انصار الغزوات» د هند څانګې غړی دی چې ویل کېږي له اسلاماباده ملاتړ ترې کېږي. هندی چارواکي او د دهلي د چاودنې د تحقیقاتو ټیمونه اوس د دواړو پېښو ترمنځ د احتمالي تړاو د معلومولو په لټه کې دي. ځینو هندي رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي چې تور یې پر پاکستان پورې تړلی بولي.
د هند دولتي ادارې، ملي تحقیقاتي ټیم، دهلي پولیس، فورنزیک لابراتوار، نیشنل ګارډ او استخباراتي اداره (RAW) ټول په ګډه د پېښې څېړنه کوي. د CCTV کامرې، د چاودنې ډول، مخابراتي تماسونه، فنګرپرینټونه او نور شواهد تر پلټنې لاندې دي. تر اوسه هند حکومت رسمي بیان نه دي خپور کړې.
که ثابته شي چې اسلاماباد په دې چاودنه کې لاس لري، نو دا به د پاکستان لپاره په داسې وخت کې ډېرې ژورې پایلې ولري چې هغه د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ستونزو سره مخ دی.
هند ممکن سمدستي له پاکستان سره ديپلوماتیکې اړیکې قطع کړي، خپل سفیر به بیرته وغواړي او د پاکستان سفیر به وشړي؛ وېزې او سفرونه به محدود کړي، ځمکني او هوایي لارې به وتړي، سوداګریزې اړیکې به بندې کړي او په نړیوالو فورمونو لکه UN او G20 کې به د پاکستان د کړنو غندنه وغواړي.
پر پاکستان ممکن اقتصادي او نظامي بندیزونه ولګېږي او په نړیواله سطحه به د تروریزم سپانسر هیواد په نوم وپیژندل شي.
همدارنګه، هند ممکن په اسلاماباد کې ځوابي قدمونه واخلي یا ځواکونو ته د سرحد په لور خوځښت ورکړي چې دا ګامونه ښايي دواړه هېوادونه د جګړې په لور سوق کړي. دا وضعیت به د پاکستان په کور دننه هم سياسي کړکیچونه راپورته کړي، او پر پوځ او استخباراتو به سیاستوالان انتقادونه زیات کړي چې په پایله کې به د پاکستان عامو خلکو ته اقتصادي زیان نور هم زیات شي.
په اوسني حالت کې، پاکستان له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې نه لري: له روسیې سره د ټکنالوژۍ د غلا په تور ستونزې پیدا شوې، له چین سره یې اختلافات شته، له افغانستان سره یې د جګړې ګواښونه رامنځته کړي او داخلي امنیت یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د خرابېدو په حال کې دی. د دغو ټولو حالاتو په نظر کې نیولو سره، امکان شته چې پاکستان دننه له یو ډول بېثباتۍ او تجزیې سره مخ شي.
افغانستان ته پکار ده چې د رامنځته شويو فرصتونو څخه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ ګټه واخلي او د موقع څخه په استفاده د لوې افغانستان د جوړیدو لپاره ګامونه واخلي. که افغانستان دا فرصت د لاسه ورکړ نو بیا په سلو کلو کې هم بل داسې فرصت نشي ترلاسه کولاې.
سادات
11/09/2025
With Ahmad Ullah Mandozai – I'm on a streak! I've been a top fan for 15 months in a row. 🎉
14/01/2025
Full highlights of Afghanistan🇦🇫 and Bangladesh🇧🇩 cricket 🏏match in T20 world 🌎 cup 🏆 June 23 2024
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Telephone
Address
Kabul
2501