09/07/2026
افغان ایلېون د ازبکستان لوبډلې پر وړاندې
یوازېنۍ شل اوریزه دوستانه لوبه
افغان ایلېون لوبډله به سبا د افغانستان پرمهال د سهار ۹:۰۰ بجې د ازبکستان پر وړاندې په اي انډ یوازېنۍ شل اوریزه سوپرکولا لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
- - - - -
It's a Match Day Tomorrow!
Afghan XI will be up against the visiting Uzbekistan National Team for the one-off T20 match, starting tomorrow at 9:00 AM (AFT) at the Rahmat Wali Masroor Cricket Ground in Khost Province. 👍
09/07/2026
د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو په مهالوېش کې بدلون رامنځته شو
یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالۍ، چې د مرحوم شاپور ځدراڼ د مړینې له امله دوه ورځې ځنډېدلې وې، سبا بیاځلې پیلېږي.
د نوي مهالوېش له مخې به سبا سهار افغان ایلېون لوبډله د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، چې ورپسې به بند امیر ښاماران لوبډله د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو په ۱۲مه لوبه کې له بست ساتونکو سره مخ شي.
د دغو سیالیو نوی او بشپړ مهالوېش په لاندې ډول دی:
شپږیزه کرکټ لیګ - د اتلانو لیګ؛ ۱۱ کلن ویاړمن مزل
- - - - -
𝐅𝐢𝐱𝐭𝐮𝐫𝐞𝐬 𝐫𝐞𝐯𝐢𝐬𝐞𝐝 𝐟𝐨𝐫 𝐭𝐡𝐞 𝐫𝐞𝐦𝐚𝐢𝐧𝐝𝐞𝐫 𝐨𝐟 𝐒𝐂𝐋𝐗𝐈 🚨
The fixtures for the remainder of the e& Shoageeza Cricket League 2026, powered by SuperCola, have been revised following the sad passing of the late Shapoor Zadran.
The action will resume tomorrow with the Afghan XI taking on Uzbekistan in a one-off T20 match, followed by Bost Defenders facing Band-e-Amir Dragons in the 12th match of the SCLXI tomorrow afternoon.
Here are the full revised fixtures for the remainder of SCLXI.
| | & – Go for More | – Share the Love
07/07/2026
د شپږیزې کرکټ لیګ لوبې د راتلونکو دوو ورځو لپاره ځنډول کېږي:
افغانستان کرکټ بورډ د خدای بخښلي شاپور ځدراڼ اروا ته د درناوي او د نوموړي له کورنۍ سره د همدردۍ او خواخوږۍ په موخه د یوولسم پړاو شپږیزه لیګ د سبا او بلې ورځې (چهارشنبې او پنجشنبې) لوبې ځنډوي چې له همدې امله به د سیالیو نوی مهالوېش هم په وخت اعلان شي.
رب منان دې ارواښاد ته جنت الفردوس په برخه کړي. کورنۍ، خپلوانو او د کرکټ ټولنې ته د زړه د صبر دعا کوو. الحکم لله
هېره دې نه وي چې د مرحوم جنازه به سبا مازدیګر هېواد ته راوړل شي او په بله ورځ به خاورو ته وسپارل کېږي، چې د دقیق ځای او وخت اړوند معلومات به یې وروسته خپاره شي.
- - - - -
مسابقات لیگ کریکت شپگیزه برای دو روز به تعویق افتاد!
به منظور ادای احترام به روح مرحوم شاپور زدران و ابراز همدردی و تسلیت با خانواده آن مرحوم، کریکت بورد افغانستان تصمیم گرفته است که مسابقات یازدهمین دور لیگ کریکت شپگیزه که قرار بود روزهای چهارشنبه و پنجشنبه برگزار شوند، به تعویق بیندازد. جدول زمانی جدید این مسابقات در زمان مناسب اعلام خواهد شد.
از درگاه خداوند متعال برای آن مرحوم، جنت الفردوس و برای خانواده، بستگان و جامعه کریکت افغانستان صبر جمیل و اجر عظیم مسئلت داریم. إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
قابل یادآوری است که پیکر مرحوم فردا بعد از ظهر به کشور منتقل خواهد شد و مراسم تدفین وی روز بعد برگزار میشود. جزئیات دقیق زمان و محل برگزاری مراسم جنازه وی بعداً اعلام خواهد شد.
- - - - -
SCLXI Matches Postponed for Two Days 🚨
As a mark of respect and in tribute to the late Shapoor Zadran, the scheduled matches for Wednesday, July 8, and and Thursday, July 9, in the 11th edition of the Shpageeza Cricket League 2026, have been postponed.
A revised schedule for the remainder of the tournament will be announced in due course.
We pray that Almighty Allah grants the departed soul the highest place in Jannat-ul-Firdaws and blesses his family, loved ones, friends, and the entire cricket fraternity with patience and strength during this difficult time.
The late Shapoor Zadran’s body will be repatriated to Afghanistan tomorrow and laid to rest the following day. Officials of the Afghanistan Cricket Board, along with national players, will attend the funeral ceremony to pay their final respects.
07/07/2026
د افغان کرکټ دنګ چنار د ستورو له مداره پرېوت
افغانستان کرکټ بورډ د افغان ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې په اړه ژوره خواشیني څرګندوي او د هغه مړینه له شک پرته ستره ضایعه بولي. شاپور ځدراڼ د افغان کرکټ د بنسټ ایښودونکو لوبغاړو له ډلې څخه یو و، چې ژمنتیا، تعهد او نه ستړې کیدونکو هلو ځلو یې زموږ په هېواد کې د لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
نوموړی د هغو ویاړلو لوبغاړو څخه و چې د افغانستان د کرکټ د راولاړېدو او ودې لپاره یې ډېر کوښښونه وکړل او د هغو پلونو په رغونه کې یې مرسته وکړه چې افغان کرکټ یې نړیوال پړاو ته ورساوه.
شاپورجان د خپل ټول مسلک په اوږدو کې د افغانستان کرکټ ته په عزت، زړورتیا او ویاړ سره خدمت وکړ. د هغه هلې ځلې او لاسته راوړنې به تل د افغانستان د کرکټ د تاریخ یو مهم څپرکی پاتې شي او د ملي لوبډلې په خدمت کې د هغه هڅې به هیڅکله هم هېرې نه شي.
له شک پرته د لوبو له نړۍ ورهاخوا هم شاپور ځدراڼ د ډېری افغان ځوان لوبغاړو او په ټوله نړۍ کې د کرکټ مینه والو لپاره د الهام ریښتینې سرچینه وه. د هغه د مبارزې روحیې، هوډ او له کرکټ لوبې سره مینې ډېرو ته هیلې او امیدونه ورکړل او یو نسل یې وهڅاوه، ترڅو لوی خوبونه وویني او د افغانستان د کرکټ په راتلونکي باور ولري.
افغانستان کرکټ بورډ د شاپور ځدراڼ کورنۍ، ملګرو، د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو او د افغان کرکټ ټولنې ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوي. د هغه مړینه له شک پرته یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي چې یادونه به یې د افغانستان د خلکو او د کرکټ نړۍ په زړونو کې تل ژوندي وي.
اتله! روح دې ارام او د هغې دنیا له سکون ډک اوسه.
باید وویل شي چې د خدای بخښلي ځدراڼ د جنازې وخت او ځای به د نوموړي له کورنۍ سره له مشورې وروسته روښانه شي.
انا لله وانا الیه راجعون. الحکم لله

With profound grief and deep sorrow, the Afghanistan Cricket Board mourns the passing of former Afghanistan fast bowler Shapoor Zadran.
Shapoor Zadran was one of the foundation-laying figures of Afghanistan cricket, whose dedication, passion, and unwavering commitment played a vital role in the rise and development of the game in our country. He was among the proud cricketers who stood at the heart of Afghanistan’s early cricket journey and helped build the path that brought Afghan cricket to the international stage.
Throughout his career, Shapoor served Afghanistan cricket with honor, courage, and pride. His contributions and achievements will always remain an important part of the history of Afghanistan cricket, and his efforts in the service of the national team will never be forgotten.
Beyond his achievements on the field, Shapoor Zadran was a true source of inspiration for many young Afghan cricketers and for cricket followers across the world. His fighting spirit, determination, and love for the game gave hope to many and encouraged a generation to dream bigger and believe in the future of Afghanistan cricket.
The Afghanistan Cricket Board extends its heartfelt condolences and deepest sympathies to his family, friends, loved ones, former teammates, and the entire Afghan cricket community. His loss is deeply felt, and his memory will forever remain alive in the hearts of the people of Afghanistan and the cricketing world.
May his soul rest in eternal peace.
May Allah Almighty forgive him, grant him the highest rank in Jannat-ul-Firdaws, and bless him with the best of rewards.
07/07/2026
د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ - سوپرکولا سیالیو د ۱۱ لوبو تر پایه د ۵ غوره توپوهونکو او توپ اچوونکو نوملړونه:
شپږیزه کرکټ لیګ - د اتلانو لیګ؛ ۱۱کلن ویاړمن مزل
- - - - -
𝐓𝐨𝐩 𝐅𝐢𝐯𝐞 𝐋𝐞𝐚𝐝𝐢𝐧𝐠 𝐑𝐮𝐧-𝐒𝐜𝐨𝐫𝐞𝐫𝐬 𝐚𝐧𝐝 𝐖𝐢𝐜𝐤𝐞𝐭-𝐓𝐚𝐤𝐞𝐫𝐬! 📈
Here's how the leaderboard looks after 11 matches of the e& Shpageeza Cricket League 2026, powered by SuperCola! 👏
| | & – Go for More | – Share the Love
07/07/2026
د نمرو جدول!
د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو د ۱۱ لوبو تر پایه د لوبډلو د نمرو جدول!
امو نهنګان لوبډله په ۴ بریاو او ۸ نمرو سره د جدول لومړی او سپین غر پړانګان لوبډله په ۳ بریاو او ۷ نمرو سره د جدول دویم مقام له ځان سره لري.
تاسې د کومې لوبډلې ملاتړ کوئ، او ستاسو په اند کومې دوه لوبډلې به پایلوبې ته ځان ورسوي؟
شپږیزه کرکټ لیګ؛ د اتلانو لیګ — ۱۱ کلن ویاړمن مزل
- - - - -
𝐒𝐓𝐀𝐍𝐃𝐈𝐍𝐆𝐒! 📊
With 9 more matches to go, the race to the final is nicely shaping up, with the Amo Sharks on 8 points and the Speenghar Tigers on 7 points, sitting right at the top of the table. 📈
Which two teams do you think will secure their place in the final? 👀
| | & – Go for More | – Share the Love
06/07/2026
انځورونه: امو نهنګان لوبډلې د خپل ۱۷۰ منډو هدف په دفاع کې غوره توپ اچونه وکړه او د سیالې بند امیر ښاماران لوبډلې پر وړاندې یې د ۳۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه. د دغې لوبې د دویمې پاڼۍ انځورونه دلته ترلاسه کولی شئ.
شپږیزه کرکټ لیګ - د اتلانو لیګ؛ ۱۱کلن ویاړمن مزل
06/07/2026
امو نهنګانو څلورمه بریا خپله کړه
امو نهنګان لوبډلې د خپل ۱۷۰ منډو هدف په دفاع کې غوره توپ اچونه وکړه او د سیالې بند امیر ښاماران لوبډلې پر وړاندې یې د ۳۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه. د بند امیر ښامارانو په ګټه فرمان الله ساپي ۵۴* منډې جوړې کړې. له بلې خوا د امو نهنګانو په ګټه عبدالله احمدزي ۴ او یمین احمدزي ۳ ویکټې ترلاسه کړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې ستره رول ولوباوه.
شپږیزه کرکټ لیګ - د اتلانو لیګ؛ ۱۱کلن ویاړمن مزل
------
RESULT | AMO SHARKS WON BY 33 RUNS! 🚨
The Amo Sharks, led by bowling heroics from Abdullah Ahmadzai (4/38) and Yamin Ahmadzai (3/32), have put on a terrific bowling effort to defend their total and register their 4th victory in the e& Shpageeza Cricket League 2026, powered by SuperCola.
| | & – Go for More | – Share the Love