17/08/2026
🏏 وردګ ټایګرز کرکټ کلب د انټرکلب سیالیو پیل په سترې بریا وکړ! 🏆🐅
وردګ ټایګرز کرکټ کلب د ۲۰۲۶ کال انټرکلب سیالیو په لومړۍ لوبه کې د وردګ بازانو کرکټ لوبډلې ته په پیاوړې توپیر ماتې ورکړه او خپله لومړۍ بریا یې ثبت کړه.
په پیل کې وردګ ټایګرز د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. ټایګرز لوبډلې د لوبډلمشر برکت رحیمي د غوره او تاریخي ۲۲۵ منډو، سراج عمر ۵۰ منډو، حمید هوتک ۴۳ منډو او عمران جنت ۲۵ منډو پر مټ په ټاکلو اورونو کې د ۴۲۳ منډو ستر هدف وټاکه.
په ځواب کې وردګ بازانو لوبډلې ونه شوای کولای د ټایګرز توپ اچوونکو پر وړاندې سیالي وکړي. د مکمیل خان په زړهپورې توپ اچونې، چې د مقابلې لوبډلې ۷ لوبغاړي یې وسوځول، او د رفیع الله امرخېل د یوې ویکټې په مرسته، وردګ بازانو لوبډله یوازې په ۸۶ منډو کې ټوله شوه.
په دې توګه، وردګ ټایګرز کرکټ کلب د ۳۳۷ منډو په ستر توپیر بریا خپله کړه. 🏏🔥
👏 د وردګ ټایګرز لوبډلې ټولو لوبغاړو او مینهوالو ته دې ستره بریا مبارک وي!
💪 هیله ده وردګ ټایګرز په راتلونکو لوبو کې همداسې پیاوړې او بریالۍ لوبې نندارې ته وړاندې کړي.
🐅
🏏
Wardak_Tigers #
03/03/2026
*وردګ ټایګرز* د ۲۰۲۶ کال انټرکلب سیالیو کې ګډون کوي
*وردګ ټایګرز* د تکړه او مجربو لوبغاړو په لرلو سره د ۲۰۲۶ کال انټرکلب سیالیو کې ګډون کوي. دغه لوبډله به د تل په څېر په پوره چمتووالي، قوي هوډ او لوړ مورال سره د وردګ ولایت په انټرکلب سیالیو کې ګډون وکړي.
د دې سیالیو موخه دا ده چې لوبغاړو ته فرصت برابر شي تر څو خپل مهارتونه د کرکټ په ډګر کې نندارې ته وړاندې کړي او د بریا تر هدفه ځان ورسوي.
موږ د *وردګ ټایګرز* ټولو لوبغاړو ته د ښو لوبو، ښه ځلېدو او بریاوو هیله لرو.
په درنښت
*وردګ ټایګرز کرکټ کلب*
21/11/2025
د وردګ ټایګرز څلور پیاوړی ، کلاسیک، دغوره اخلاقو لرونکی او د کرکټ د ډګر ځلانده ستوري ؛ برکت الله رحیمي ، رفبع الله امرخېل، حنیف فقیري او مکمیل خان د وردګ ولایت ولایتي ټیم ته د انټرکلب لوبو کې د ښه پرفارمنس په آساس لوبډلې ته انتخاب شوی دی، چې وزیر محمد اکبر خان دوهمه درجه لوبو کې ولوبیږي او همدارنګه به ګریډ ون لوبو ته خپل چانس وآزمايي.
وردګ ټایګرز رهبري دوی ټولو ته د ښو لوبو ترسره کولو هیله کوی او د لابریاوو ورته غواړي.
07/10/2025
�🔥 وردګ ټایګرز د انټرکلب سیالیو پایلوبې ته لاره پیدا کړه!
💪🐯
وردګ ټایګرز په زړه پورې سیالۍ کې، د ښاروالۍ کرکټ لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې! 🎯
ښاروالۍ د ټاس په ګټلو د توپ وهنې پرېکړه وکړه، خو د ټایګرز توپ اچوونکو دقت او زړورتیا دوی ته د ډېرو منډو د جوړولو فرصت ورنهکړ. د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې 183 منډې جوړې کړې.
له وردګ ټایګرز څخه رفیعالله امرخېل، عاطف مایار او برکت رحیمي هر یو دوهدوه ویکټې واخیستې، او عبدالله بازون هم یوه مهمه ویکټه ترلاسه کړه. 🎯
په ځواب کې د ټایګرز توپ وهونکو ښایسته لوبه وکړه —
🔥 حنیفالله فقیري بریدګره لوبه وکړه او 102 منډې یې جوړې کړې،
💥 برکتالله په زړه پورې توپ وهنه وکړه او 48 منډې یې جوړې کړې،
او جمشید مایار هم مهمه ونډه واخیسته.
وردګ ټایګرز دا سیالي د 7 ویکټو او 13 بالونو په پاتې کېدو سره په زبردسته ډول وګټله! 🏆🐅
د ټایګرز ټولو اتلانو او مینهوالو ته دا ستره بریا مبارک وي! 🎉
راتلونکې تمه — پایلوبه! 🔥
01/10/2025
� وردګ ټایکرز د انټرکلب سیالیو سیمي فاینل ته لاره ومندله ! 🐅🔥
په خورا ویاړ سره وایو چې وردګ ټایکرز د انټرکلب سیالیو په لړ کې د خپلو پنځو پرلهپسې بریاوو سره وتوانېدل چې د خپل ګروپ په سر کې ودرېږي او مستقیمآ سیمي فاینل ته لار ومومي.
👏 دا ستره لاسته راوړنه د برکتالله رحیمي د اغېزمنې لوبډلمشرۍ او د لوبغاړو د عالي ټیم ورک نتیجه ده.
د توپ وهنې اتلان:
برکت الله رحیمي-حنیف فقیري – جمشید مایار – برهان خان– محمد ابراهیم طاهري- عمران جنت
🎯 د توپ اچونې ستوري:
مکمیل خان – رفیعالله امرخېل- ادریس صمیم
د ټیم ټولو لوبغاړو او درنو مینوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایو او هیله لرو چې په سیمي فاینل کې هم همداسې ځلیدونکي وي. 💚
✍️👇
01/10/2025
د وردګ ټایګرز لوبډلې د انټرکلب سیالیو په لړ کې په زړه پورې لوبه کې افغان چمپینز کرکټ کلب ته یوه درنه ماتې ورکړله.
وردګ ټایګرز کرکټ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړله!
وردګ ټایګرز لوبډلې غوره توپ وهنه وکړله چې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې 654 منډې هدف وټاکلو . په توپ وهنه ک حنیف الله فقیري تر ټولو ډېرې ناسوځېدلې منډې جوړې کړلې ،251 برکت الله غوره وځلېد او 114 منډې یې جوړې کړلې، برهان خان 127 منډې جوړې کړلې، او جمشید مایار بهترینه او تېزه سلیزه ترسره کړله چې ناسوځېدلې 107 منډې وکړلې.
په ځواب کې، د افغان چمپینز کرکټ کلب لوبډله ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې 176 منډې جوړې کړې. د وردګ ټایګرز له لوري رفیع الله امرخېل غوره توپ اچونه وکړه او 5 ویکټې یې ترلاسه کړې، ادریس صمیم هم ښه وځلېد او 4 ویکټې یې واخیستلې اوهمدارنګه مکمیل خان 1 ویکټه واخستله.
وردګ ټایګرز دا لوبه د 478 منډو په توپیر وګټله.
د وردګ ټایګرز ټولو لوبغاړو او وفادارو مینهوالو ته دې دا ستره بریا مبارک وي
-
21/09/2025
د وردګ ټایګرز لوبډلې د انټرکلب سیالیو په لړ کې په زړه پورې لوبه کې یانګ سټار کرکټ کلب ته یوه درنه ماتې ورکړله.
وردګ ټایګرز کرکټ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د توپ اچونه پرېکړه وکړله!
وردګ ټایګرز لوبډلې غوره توپ وهنه وکړله چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې 382 منډې هدف وټاکلو . په توپ وهنه کې برکت الله غوره وځلېد او 159 منډې یې جوړې کړلې، برهان خان 151 منډې جوړې کړلې، حنیف فقیري 34 تېزې منډې وکړلې.
په ځواب کې، د یانګ سټار کرکټ کلب لوبډله ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې 47 منډې جوړې کړې. د وردګ ټایګرز له لوري مکمیل خان غوره توپ اچونه وکړه او 6 ویکټې یې ترلاسه کړې، رفیع الله امرخېل هم ښه وځلېد او 4 ویکټې یې واخیستلې.
وردګ ټایګرز دا لوبه د 335 منډو په توپیر وګټله.
د وردګ ټایګرز ټولو لوبغاړو او وفادارو مینهوالو ته دې دا ستره بریا مبارک وي
-
02/09/2025
د تسلیت او غمشریکۍ پیغام!
میندو غېږې اوس خالي دي، د پلرونو زړونه مات دي، او د ټولنې د خوښۍ د سندرې د ژړا په اور کې سوځېدلي. د شپو سکوت یوازې د یتیمانو د رڼو سترګو ژړا ماتوي.
کنړ، چې د طبیعت د ښکلا ټاټوبی و، نن د اوښکو سیندونو کې ډوب شوی. هره ډبره د قربانیانو د ژوند کیسې غږوي، او هره خاوره د غم او بې وسۍ نښه ده.
وردګ ټایګرز لوبډله د کنړ په دې غمجن پېښه کې خپله ژوره خواشیني څرګندوي، شهیدانو ته د رب تعالی له لوري جنت الفردوس غواړو او زخمیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوو.
30/08/2025
د وردګ ټایګرز لوبډلې د انټرکلب سیالیو په لړ کې په زړه پورې لوبه کې مسګران کرکټ کلب ته یوه درنه ماتې ورکړله.
مسګران کرکټ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د توپ اچونه پرېکړه وکړله!
وردګ ټایګرز لوبډلې غوره توپ وهنه وکړله چې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې 666 منډې هدف وټاکلو . په توپ وهنه کې برهان خان غوره وځلېد او 177 منډې یې جوړې کړلې، برکت الله 124 منډې جوړې کړلې، حنیف فقیري 65 منډې جوړې کړلې، ابراهیم طاهري 73 منډې یې وکړې، عمران جنت 50 منډې وکړلې او عاطف مایار 26 تېزې منډې وکړلې.
په ځواب کې، د مسګران کرکټ کلب لوبډله ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې 33 منډې جوړې کړې. د وردګ ټایګرز له لوري رفیع الله امرخېل غوره توپ اچونه وکړه او 6 ویکټې یې ترلاسه کړې، عاطف مایار هم ښه وځلېد او 2 ویکټې یې واخیستې او مکمیل خان یوه ویکټه ترلاسه کړله
وردګ ټایګرز دا لوبه د 633 منډو په توپیر وګټله.
د وردګ ټایګرز ټولو لوبغاړو او وفادارو مینهوالو ته دې دا ستره بریا مبارک وي
-