23/08/2026
Good news
مهم او خوندور خبر
افغانستان کرکټ بورډ د اسیايي شورا (ACC) د ریاست په دوراني سیستم کې شامل شو!
د اسیا کرکټ شورا (ACC) په خپله کلنۍ عمومي غونډه کې چې د اګست په ۲۲مه د تایلنډ په بنکاک کې ترسره شوه، یوه مهمه پرېکړه وکړه.
د ACC غړو په اتفاق سره د افغانستان کرکټ بورډ هم د هغو ټېسټ لوبیزو هېوادونو په ډله کې شامل کړ چې د ACC د ریاست لپاره د دوراني سیستم له مخې د ریاست حق لري.
تر دې وړاندې د ACC د ریاست دوراني سیستم یوازې د هند، پاکستان، سریلانکا او بنګلهدېش ترمنځ و؛ خو له دې وروسته افغانستان هم د دې مهم اداري سیستم برخه شو.
یعنې په راتلونکو دورو کې به د افغانستان د وار په رارسېدو سره، د افغانستان کرکټ بورډ هم د اسیا کرکټ شورا د رئیس د څوکۍ د ترلاسه کولو حق ولري.
دا یوازې یوه عادي اداري پرېکړه نه ده؛ بلکې د افغانستان کرکټ د مخ پر ودې مقام او په اسیا کې د افغان کرکټ د زیاتېدونکي اغېز یوه مهمه نښه ده.
Copy_Abdul Latif Ayoubi_
08/08/2026
ډيری پنځه ويکټې اخستونکو بالرانو نوملړ.
راشد خان جدول په اوم مقام کښې قرار لری
♥️🇦🇫💪
05/08/2026
🏏🌧️ قسمت هم کله ناکله د کرکټ تر ټولو ستر سیال وي!
د افغانستان 🇦🇫 او ایرلنډ 🇮🇪 ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د دوامداره باران له امله پرته له یوې توپ اچونې لغوه اعلان شوه.
په کال کې یو محدود سريز، خو باران یې د کرکټ مینه وال د لوبې له خوند څخه بېبرخې کړل. 💔☔
هېله ده راتلونکې لوبې د ښې هوا په ملتیا ترسره شي او د دواړو لوبډلو ترمنځ په زړه پورې سیالي ووینو. 💙
باران لوبه ودروه، خو د افغان اتلانو لپاره زموږ مینه هېڅکله نه درېږي! 🇦🇫🔥
05/08/2026
که غواړې دکرکټ اړوند هر ډول معلومات نه ځان خبر کړې
نو دلايک بټن کیکاږئ
او دلا زياتو معلوماتو لپاره په کمینټ کښې خپل نظر پریږدی
😆😆😆
05/08/2026
🏏 جاناتن ټراټ – هغه روزونکی چې د افغانستان کرکټ یې نوې لوړې ته ورساوه
جاناتن ټراټ د انګلستان پخوانی نړیوال لوبغاړی و، چې د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.
د ټراټ تر مشرۍ لاندې افغانستان تاریخي بریاوې ترلاسه کړې:
🏆 د ۲۰۲۳ نړیوال جام کې یې انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ ته ماتې ورکړه او په جدول کې یې شپږم مقام خپل کړ.
🌍 د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان د لومړي ځل لپاره نیمه پایلوبې (Semi-Final) ته ورسېد، چې د هېواد د کرکټ په تاریخ کې ستره لاسته راوړنه وه.
د ۲۰۲۶ شل اوریز نړیوال جام له پای وروسته د جاناتن ټراټ د افغانستان له ملي لوبډلې سره د روزونکي دندې موده پای ته ورسېده، او وروسته د ایرلنډ له ملي لوبډلې سره د لنډمهالي سلاکار په توګه یوځای شو.
❤️ جاناتن ټراټ به د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د یو بریالي او اغېزناک روزونکي په توګه تل یادېږي.
05/08/2026
🏏 د کرکټ پيچ؛ د لوبې پټ اتل!
کرکټ یوازې د لوبغاړو په مهارت نه ګټل کېږي، بلکې د پيچ کیفیت هم د لوبې په پایله کې ستر رول لري.
📍 شنه (Grass) پيچ: د تېز بالرانو لپاره غوره وي، ځکه بال ښه سوینګ او سیم کوي.
📍 وچ او سخت (Dry) پيچ: د بیټسمینانو لپاره مناسب وي، بال ښه راځي او چټکې منډې جوړېږي.
📍 زوړ او درز لرونکی پيچ: د سپین بالرانو جنت ګڼل کېږي، ځکه بال ډېر تاوېږي (Turn).
همدا لامل دی چې هر کپتان د ټاس تر ګټلو وروسته لومړی د پيچ حالت ارزوي، ځکه ښه پرېکړه د لوبې بڼه بدلولای شي.
💬 ستاسو په نظر، کوم ډول پيچ ته ترجیح ورکوئ؟
🏏 د تېز بالرانو که د سپین بالرانو؟
04/08/2026
🏏 سبا افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو (ODI) لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کوي! 🇦🇫🆚🇮🇪
📍 لوبغالی: بریډي کرکټ کلب (Bready Cricket Club)، شمالي ایرلنډ
📅 نېټه: ۵ اګست ۲۰۲۶
🔥 د دې سیریز څو مهم ټکي:
✅ دا د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو لړۍ ده. لومړۍ دوه لوبې په بریډي او پاتې لوبې په بلفاسټ کې ترسره کېږي.
✅ د افغانستان لپاره دا د یو ورځنیو سیالیو نوی پړاو دی، ځکه رحمت شاه د ODI لوبډلې نوی کپتان ټاکل شوی او رحمان الله ګربز مرستیال کپتان دی.
✅ د ایرلنډ لوبډله د څو مهمو لوبغاړو د ټپونو له امله کمزورې شوې ده، خو تجربه کار پاول سټرلینګ بېرته د لوبډلې مشري کوي او درې نوي لوبغاړي هم ورسره شامل شوي دي.
💚❤️🖤 د افغانستان مینه والو!
ستاسو په اند د سبا لوبه به څوک وګټي؟ خپل اټکل په کمېنټ کې ولیکئ او د خپلې اتلې لوبډلې ملاتړ وکړئ. 🇦🇫🏏