08/05/2026
د خوست تڼیو د والیبال اتلانو ته دې زرځله مبارک وي! 🏐🏆
په پکتیا کې د جوړ شوي ټورنمنټ ګټل ستاسو د زحمت، یووالي او قوي ارادې ښکاره ثبوت دی.
هیله ده دا بریا مو د لا نورو ستر کامیابیو پیل وي.
ټولو لوبغاړو، روزونکو او مینه والو ته د دا ویاړ مبارک وي.
تل دې بریاوې ستاسو مل وي
26/02/2026
#تازهخبر
امنیتي سرچینې طلوعنیوز ته وايي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم پر وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر دې دمه ۱۵ پوستې نیول شوې دي.
دغه پوستې تر ډېره په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د فرضي کرښې ها غاړه نیول شوې دي.
#طلوعنیوز
06/02/2026
محمد سباوون وردګ
د افغانستان د والیبال یو تکړه، زحمتکښ او ویاړلی لوبغاړی دی.
هغه د خپلې هڅې، نظم او نه ستړې کېدونکي تمرین له لارې د ځوانانو لپاره د الهام سرچینه ګرځېدلې.
موږ د داسې اتلانو په درلودلو ویاړو چې د افغانستان نوم په سپورتي ډګرونو کې روښانه ساتي
27/01/2026
هارون نیکروز، چې د افغانستان د بدخشان ولایت وتلی ځوان دی ، او د والیبال په ملي لوبډله کې لوبې کوي، د هڅې، زحمت او نه ماتېدونکي عزم ژوندی مثال دی
21/01/2026
نیاز اریان د تڼیو الف لوبډلې له تکړه او بااستعداده لوبغاړو څخه شمېرل کېږي. هغه په لوبه کې قوي ډبل ډچ لري، بلاک یې پیاوړی دی او سروېزونه یې د سیال ټیم لپاره جدي ستونزې جوړوي. سربېره پر دې، نیاز اریان د سنټر په برخه کې هم عالي مهارت لري او تل په حساسو شیبو کې د خپل ټیم ملاتړ کوي. د هغه تخنیک، تمرکز او هڅه لامل شوي چې د لوبډلې لپاره یو ارزښتناک او د باور وړ لوبغاړی وپېژندل شي
16/01/2026
عادل جان د خوست ولایت د تڼیو ولسوالي د منتخبې لوبډلې یو تکړه، بااستعداده او ژمن لوبغاړی دی. هغه نه یوازې په میدان کې د خپلې چټکتیا، تخنیک او هوښیارې لوبې له امله پیژندل کېږي، بلکې د لوبډلې د یووالي، نظم او مورال په لوړولو کې هم مهم رول لري. عادل جان تل هڅه کوي چې د خپلې سیمې نوم په ښه ډول روښانه کړي او د ځوانانو لپاره د هڅونې یو ښکلی مثال وي. د هغه زحمت، هڅه او مینه له سپورته دا ښيي چې راتلونکی به یې لا روښانه وي