قاضي لیکوال

قاضي لیکوال

Share

زده‌کړه او ټکنالوژي

06/07/2026

غریبي عیب نه ده، بې تهذیبي او بد اخلاقي عیب ده

25/06/2026

هره نوې ورځ یو نوی فرصت دی،
د دې لپاره چې له پرون نه ښه واوسې..
پر ځان باور ولره؛
ځکه لوی بدلونونه له یوه کوچني ګام څخه پیلېږي.
هڅې او کوښښونه هېڅکله ضایع نه ځي،
او صبر تل خوږې پایلې لري.
☀️🌱✨

18/06/2026

ځینې وختونه چوپتیا تر زرو خبرو ډېر څه وایي،
ځکه عمل د انسان اصلي پېژندنه ده.
د نورو د بدلولو هڅه مه کوه،
بلکې خپل فکر او کردار ښه کړه.
کله چې ته ښه شې،
ستا شاوخوا نړۍ هم ښکلې او رنګینه ښکاري.

07/06/2026

ابن القیم رحمه الله فرمایي:
"کله چې یو بنده د دعا کولو توفیق ومومي، نو دا د هغه لپاره نښه او زېرى وي چې اړتیا او غوښتنه یې قبوله او پوره شوې ده."
دعا کول خپله د الله تعالی یوه لویه لورینه ده. کله چې اللهﷻ یو بنده ته د زړه له اخلاصه د دعا کولو توفیق ورکړي، دا د دې امید او ښه نښه ده چې الله تعالی یې دعا قبولوي او د هغه اړتیا به په خپل مناسب وخت او غوره ډول پوره کړي.
📚 الداء والدواء

06/06/2026

یو ځای مې ولوستل: کهٔ په خپلوانو کې دې، د کوم کور ماشومانو ستا عزت نهٔ کاؤه، پوه شه چې د نوموړي کور مشران ستا په غیاب کې؛ تا ښه نهٔ يادوي!

05/06/2026

له منافقانو ډکه نړۍ کې، له هغو کسانو مننه چې یوه څهره، یو زړه او یو اخلاق لري.

03/06/2026

د امام مالک رحمه الله شاګرد، ابن القاسم رحمه الله په اړه یې ویلي دي:
کله چې د مرګ شیبې یې رانژدې شوې، نو مصحف (قرآن) یې خلاص کړ، او ویې ویل:
(اې الله! زما وروستی خبرې دې ستا کلام وي)...
او هغه لا هم تلاوت کاوه، ترڅو چې د دې آیت تلاوت ته ورسېد: "ب إن الذين قالو ربنا الله ثم استقامو: بېشکه هغه کسان چې وايي: زموږ رب الله دی، بیا په دې باندې ثابت قدمه وي... نو مسکۍ شو، او همدا آیت یې په تلاوت کې وو، چې وفات شو.

> ماخذ: "سیر أعلام النبلاء" [جلد ۱۰ / ص ۳۹۳] 📚

03/06/2026

زه خو سايل يم د لفظونو په معنا پوهېږم
زه ټوکه پيژنم, طنز پيژنم, پيغور پيژنم

#سايل بابک

30/05/2026

په نننۍ نړۍ کې که صادق اوسې،وایي ساده دی او که فریبکار اوسې،وایي هوښیار او چالاک دی ګواکې رذالت د برترۍ معیارګرځېدلی!

29/05/2026

که غواړې، چي شهرت حاصل کړې؛
که غواړې، چي زيات ملګري او دوستان ولرې؛
که غواړې، چي عيبونه دي پټ سي؛
که غواړې، په هر مجلس کي دي ستاينه وسي؛
که غواړې، ستا د‌ غوښتني مطابق دي هره خبره تائيد سي؛
که غواړې، هر څوک په هر ميدان او مجلس کي تاته د نژدې ناستي هڅه وکړي؛
که غواړې، پردي خلک دي په خدمت کولو افتخار وکړي، نو......... ولره.
نوټ: په وروستۍ کرښه کي خالي ځای ډک کړئ.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

Mitte
Jalalabad