13/07/2026
💯 د وياړ ځاى 🏏
د ګلبهار کرکټ سنټر تکړه لوبغاړي حنیف الله شینواري د ننګرهار انټرکلب سیالیو کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او یوازې په ۱۱۰ بالونو یې ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
ددى سترى لاسته راوړنى لپاره ورته مبارکى وایو او هیله لرو چې په راتلونکو سیالیو کې هم همداسې ځلانده او بریالۍ لوبې وکړي.
مبارک دې وي اتله! 👏💙🏏
11/07/2026
ګلبهار کرکټ سنټر
ځوان استعدادونه، روښانه راتلونکی.
ادرس : ننګرهار ولایت جلال آباد ښار د بارګينونو ساحه د ګلبهار د تيلو پمپ تر څنګ
اړيکو شماره :0747501975
07/07/2026
خبرتیا!
د افغان ملي کرکټ لوبډلې د پخواني چټک توپاچوونکي شاپور ځدراڼ روح ته د درناوي په خاطر، د کلبهار کرکټ اکاډمي د دوه ورځو لپاره رخصت اعلانوي.
له ټولو لوبغاړو، روزونکو او اړوندو کسانو څخه په درنښت هیله کېږي چې له دې پرېکړې سره سم عمل وکړي.
په درنښت
د کلبهار کرکټ اکاډمي
07/07/2026
﴿كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ﴾
إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني وتلي لوبغاړي شاپور ځدران د مړینې خبر موږ ټول سخت غمجن کړو.
د ګلبهار کرکټ سنټر اداره د ارواښاد شاپور ځدران مړینه یوه ستره ضایعه بولي او د هغه درنې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او د افغانستان د کرکټ ټولې کورنۍ ته خپله ژوره خواخوږي او د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي.
د ارواښاد د درناوي او له کورنۍ سره د غمرازۍ په موخه، د ګلبهار کرکټ سنټر پرېکړه کړې چې سبا ورځ چهارشنبه 1405_4_17(اکاډمي) رخصت وي.
له لوی الله ﷻ څخه دعا کوو چې ارواښاد ته فردوس جنت په نصیب کړي، قبر یې له نور څخه ډک کړي، او درنې کورنۍ ته یې جمیل صبر، زغم او ستر اجر ورپه برخه کړي.
روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې.
آمین یا رب العالمین.
07/07/2026
انا لله واناالیه راجعون 😢
په ډيرى خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چى د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني پياوړى لوبغاړى شاپور ځدران د ورپيښې ناروغۍ له امله د حق داعى ته لبيک وویل 😭
شاپور جان ته دى الله ج هاغه جهان ښايسته کړى او کورنۍ، دوستانو او خپلوانو او خواخوږو ته دى الله ج د زړه صبر ورکړى
😭💔
05/07/2026
🌟 هر لوی کرکټر له یو کوچني ګام څخه پیل کړی دی.
ګلبهار کرکټ سنټر ستاسو د خوبونو د پوره کېدو لپاره غوره انتخاب دی. راشئ، تمرین وکړئ، زده کړه وکړئ او د بریا پر لور ګام واخلئ.
ادرس : ننګرهار ولایت جلال آباد ښار د بارګينونو ساحه د ګلبهار د تيلو پمپ تر څنګ
اړيکو شماره :0747501975
02/07/2026
د ګلبهار کرکټ سنټر پياوړي لوبغاړي وحدت صافى په انټرکلب سياليو کى ډيره په زړه پورې لوبه ترسره کړه
نوموړي په 139 بالونو 140 منډى جوړى او خپله لوبډله يى بريا ته ورسوله.
ګلبهار کرکټ سنټر د اتلان کور ❤️
01/07/2026
د ګلبهار کرکټ سنټر ځوان او با استعداده لوبغاړي فيصل خان د ننګرهار ولایت انټرکلب سياليو کې ډيره په زړه پورې توپ وهنه تر سره کړه، او د خپلى لوبډلى په ګټه يى 83 منډى جوړى کړى.
Be successful in the future dear young star Faisal khan ❤️
29/06/2026
د ګلبهار کرکټ سنټر پياوړى لوبغاړى عبدالله مومند نن يو ځل بيا د ننګرهار ولایت انټرکلب سياليو کې ښکلى او په زړه پورې توپ وهنه تر سره کړه او د خپلى لوبډلى په ګټه يى 51 منډى جوړى کړى.
لا وځليږى ځوانه