26/08/2026
د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې د ټينس کرکټ پای لوبې ننداره
دوی ته کپ هم د کونړ لرګي څخه جوړ شوی و.
ټولو د کرکټ مینوالو په ځانګړی ډول د خپل افغان ملی او ویاړی ټيم مینوالو ته ښه راغلاست وایوو .
26/08/2026
د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې د ټينس کرکټ پای لوبې ننداره
دوی ته کپ هم د کونړ لرګي څخه جوړ شوی و.
26/08/2026
ستاسی د خوښی لوبډله کومه ده؟
26/08/2026
د افغانستان غوره لیګ 🏆🇦🇫
د افغانستان غوره لیګ دویم پړاو کې به ټولې ۲۴ لوبې ترسره شي.
پنځه لوبډلې به د لیګ په لومړي پړاو کې دوه ځله له یو بل سره مخ شي چې ټولې ۲۰ لوبې کېږي، پاتې ۴ لوبې به د پلېآف او پایلوبې پړاو وي. 🏏🇦🇫
26/08/2026
کرکټ بورډ د مشرانو عجيبه فلانونه دي تيرو څو ورځو کې چي د چکري او خياط په اړه ګونګوسی وي چي ګواکي لر کيږي دا دي نن يي يو ځل بيا د ليګ په نوم خلک وغولول دا ليګ د 2022 کال نه راپدیخوا دوۍ چي مشران شوي ددوۍ په فکر او په وعدو دري ځله شوي خو په عمل کې يي هيڅ ندي کړي دا ځل ټرافي محترمه اعلان شوه يو کال بعد به پکي لګ نور څه نوي رامنځته کيږي او په 2055 کال کي به دا ليګ ترسره شي
ؤمن الله توفيق 🥱
26/08/2026
د افغان پریمیرلیګ جام نندارې ته وړاندې شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د دغه لیګ درې لوبډلې پلورل شوې او له مالکانو سره یې تړونونه لاسلیک شوي او د دوو نورو په اړه یې هم خبرې په خلاصېدو دي.
د پلان په اساس به پنځه لوبډلې په دغه لیګ کې لوبېږي، چې په لسګونو افغان لوبغاړو سربېره به لسګونه بهرني لوبغاړي، روزونکي او اداري کارکوونکي په کې لوبېږي او کارونه کوي.
دا د افغانستان د کرکټ او اقتصاد د ودې یوه لویه پروژه ده، هیله ده چې په ښه شکل سره پلې شي.
ټاکل شوې چې دا لوبې به د همدې کال په پای کې او یا د بل کال په پیل کې وشي.
26/08/2026
پاکستان لوبډلې چاچا د افغانستان غوره لیګ له ټرافي سره یو ځای ډېر ښه غږېدلی دی. 🏏❤️
ګورئ وطنوالو! زموږ په لیګ کې چې هر څوک، که هغه د هر هېواد وي، په رسنیو کې زموږ د لیګ په اړه مثبتې خبرې کوي، دا زموږ د لیګ لپاره ګټه ده. موږ باید خپلې سینې پراخې کړو او د هر هغه چا هرکلی وکړو چې زموږ د لیګ په اړه مثبتې خبرې کوي.
خپل لیګ باید په رسنیو کې لا ډېر مشهور کړو. د نړۍ نور لیګونه هم د همدې لارې پرمختګ کوي؛ یوازې موږ او تاسو باید اوس خپل مینوال دې لیګ ته راجلب کړو او د رسنیو له لارې یې لا ډېر مشهور کړو.
دا زموږ لیګ دی، نو راځئ چې په ګډه یې ملاتړ وکړو او نړۍ ته یې ښه نوم ورسوو. 🫡😘🏏
25/08/2026
افغانستان غوره لیګ ډیر زر
25/08/2026
🚨 𝗥𝗘𝗣𝗢𝗥𝗧𝗦 🚨
According to reports, Rahmanullah Gurbaz and Abdul Latif Ayubi are also planning to acquire a team in the Afghanistan Premier League. 👀🔥
More details about the deal are expected to be revealed later. 🏏🇦🇫
Source: (CricHit)
24/08/2026
د هندوستان پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ په موخه د افغان لوبغاړو ۱۵ کسیز نوملړ غوره کړی دی چې د یادې شمېرې سربېره پکې درې احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی. هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ به د مهالوېش له مخې د راتلونکې سپتمبر میاشتې په ۱۳مه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام ومومي.
24/08/2026
هاند صیب له پاڼی
نوین الحق سره تماس نیول شوی او خبره ورسره شوې
چې له هند سره د افغانستان د بلې میاشتې په دریو شل اوریزو سیالیو کې لوبډلې کې بیا شامل شي.
نوین تېرکال ژوبل شوی و او ډېر وخت له ملي لوبدلې او کرکټ څخه لېرې و. ماته وویل شول چې اوس یې بېرته خپل تمرین پیل کړی او کرکټ ته راګرځېدلی دی.
نوین د شل اوریزو سیالیو مجرب او ځېرک توپ اچوونکی دی.
هند شل اوریزو سیالیو کې اتله لوبډله ده، ښه ده چې افغان لوبډله په تېزې توپ اچوونې کې لا قوې هند ته ولاړه شي.